طالبانو ته په نړيواله محکمه کې د شکايت ګواښ – DW – ۱۴۰۳/۷/۴
  1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبانو ته په نړيواله محکمه کې د شکايت ګواښ

۱۴۰۳ مهر ۴, چهارشنبه

طالبان په افغانستان کې د ښځو او نجونو له حقونو څخه شديده سرغړونه کوي. په همدې دليل د آلمان حکومت په نظر کې لري چې له خپلو متحدينو سره په ګډه دا مسئله د دنهاک نړيوالې محکمې ته وړاندې کړي.

https://p.dw.com/p/4l42k
په نيویارک کې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا په غونډه کې د آلمان د بهرنیو چارو د وزیرې ګډون
د آلمان د بهرنيو چارو وزيره د ملګرو ملتونو په څنډه کې له خپلو استراليايي، کاناډايي او هالندي سيالانو سره مشورې وکړي.انځور: Bianca Otero/ZUMA Press/picture alliance/dpa

آلمان او يو څو متحدو هېوادونو یې په افغانستان کې واکمنو طالبانو ته ګواښ کړی دی چې د ښځو او نجونو له حقونو څخه د شديدې سرغړونې له کبله به په دنهاګ کې د عدالت يا انصاف نړيوالې محکمې ته مراجعه وکړي.

د اعلامیې په مسوده کې چې په نیویارک کې د آلمان خبري آژانس «ډي پي ای» ته رسېدلې ده، راغلي دي چې آلمان، استراليا، کاناډا او هالنډ د ملګرو ملتونو سازمان د «ښځو پر وړاندې د هر ډول تبعيض د له منځه وړولو کنواسيون» پر بنسټ چې افغانستان یې هم په قرارداد کې شامل هېواد دی، په رسمي توګه طالبانو ته يادښت کړی دی چې د ښځو له حقونو څخه دې نوره سرغړونه نه کوي.

په دې اعلاميه کې همدا شان ويل شوي دي چې «که چېرې دې کار په مناسبه موده کې نتيجه ور نه کړه»، لومړی به يوه «حقوقي منځګړيتوب» او په نهايي پړاو کې به دا مسئله په دنهاک کې د عدالت نړيوالې محکمې ته وسپارله شي.»

په اعلاميه کې زياته شوې ده: «د افغانستان ښځې او نجونې له خپلو ټولو بشري حقونو په غير محدوده توګه د برخمنېدو حقدارې دي.»

په دې اعلاميه کې زياته شوې: «موږ په تکراري ډول له افغانستان او طالبانو څخه، د ملګرو ملتونو د چوکاټ له لارې هم، غوښتنه کړې ده چې نړيوال قوانين په ځانګړي توګه بشري قوانين دې رعايت کړي، د ټولو افغانانو له حقونو څخه دې ساتنه وکړي او د زده کړو د حق په ګډون دې د ښځو او نجونو پر حقونو وضع شوي ټول محدوديتونه لغوه کړي.»

دې څلورو هيوادونو په اعلاميه کې زياته کړې: «پر دې سربیره هم وضعيت نه دی ښه شوی بلکې برعکس د وضعيت لا پسې خرابيدل دوام لري.»

په نيویارک کې د بېربوک او متحدينو مشورې

د آلمان د بهرنيو چارو وزيره انالېنا بېربوک، غواړي چې نن، چهار شنبه په نيویارک د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ په څنډه کې له خپلو استراليايي، کاناډايي او هالندي سيالانو سره په دې اړه مشورې وکړي.

بېربوک، په څو ځلي نیوکې کړي دي چې د ۲۰۲۱م کال په اګست میاشت کې واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته سيسماتيک او نهادي تبعيض په افغانستان کې د ښځو او نجونو د بنسټيزو حقونو د نقضېدو باعث شوی دی چې په نړۍ کې یې ساری نشته.

د عدالت يا انصاف نړيواله محکمه چې د هالند په دنهاک کې مقر لري، د ملګرو ملتونو تر ټولو لوړه محکمه ده. دا محکمه د هېوادونو ترمنځ اختلافات حلوي. که څه هم چې د دې محکمې حکمونه الزامي بڼه لري او د بيا کتنې امکان یې نشته خو دا محکمه دومره قدرت نه لري چې يو محکوم شوی هيواد د خپل حکم اجرا کولو ته مجبور کړي.

ب. ص/ ن. ز (dpa)

زموږ له آرشيف څخه:

آیا پر طالبانو فشارونه به د ښځو په هکله د دوی موقف بدل کړي؟

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب