نوې څیړنه؛ د ګرځنده تلیفون کارول د سرطان خطر نه پیښوي – DW – ۱۴۰۳/۶/۱۷
  1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتياآلمان

نوې څیړنه؛ د ګرځنده تلیفون کارول د سرطان خطر نه پیښوي

۱۴۰۳ شهریور ۱۷, شنبه

د ۲۸ کلونو د څېړنو پایله ښيي چې د موبایل او د بې سیمه وسایلو استفاده د سرطان ناروغۍ له زیاتېدو سره کوم تړاو نه لري. دغه وسېلې چې کوم راډيويي امواج خپروي، کافي انرژي نه لري چې د انسان بدن یا ډې ان اې ته زیان ورسوي.

https://p.dw.com/p/4kNxi
څیړنو کې د تلیفوني اړیکو وخت او شمیر دواړه ازمویلي دي او وايي چې له سرطان سره اړیکې نه لري.
یوې نوې څېړنه داسې جامع شواهد وړاندې کړي چې پر دې دلالت کوي چې د موبایل ټيلفونونو استفاده له سرطان ناروغۍ سره هېڅ تړاو نلري.انځور: PantherMedia/picture alliance

ښايي تاسو به دا اوازې اورېدلي وي چې د موبایل ټيلفونونو او نورو بې سیمه بریښنايي دستګاوو څخه خپرېدونکي الیکترومقانطيسي وړانګې خطرناکې دي.

راډيويي امواج چې له سیم پرته دستګاوې ېې انتقالوي، ډېر ضعیف دي. دوی په هغه حد کې انرژي نه لري چې وکولی شي د انسان ډې ان اې ته زیان ورسوي او له امکانه ډېر لرې ده چې د سرطان سبب شي. خو له دې ټولو سره سره، څېړونکي لاهم خپلې څېړنې کوي تر څو واضح شي چې له موبایل څخه استفاده کومه بالقوه اوږدمهاله روغتيايي خطر پېښولی شي او که نه.

دا تر اوسه پورې پر دغې موضوع شوې تر ټولو لویه څېړنه ده چې ښيې بې سیمه یا وایرلیس تکنالوژي د انسان بدن ته زیان نه رسوي.

د نوي زیلاند له اوکلند پوهنتون څخه مارک ایلوود، چې د دغې څېړنې له لیکوالانو څخه یو دی وايي: «د اصلي موضوع په تړاو چې د ماغزو سرطان او د تلیفونونو استفادې ده ترمنځ اړیکه ده، موږ د خطر کوم زیاتوالی پیدا نه کړ. حتی له لسو کلونو د ډېر وخت په موده کې او یا د تر ټولو ډېر وخت تيلفوني اړيکو یا د ډېر شمېر تماسونو په صورت کې هم کوم خطر نه شته.» دغه څېړنه د روغتیا نړېوال سازمان له خوا تر سره او په اینواریرمنټ انترنشنیل ژورنال کې چې روغتيايي او ساینسي موضوعات تر پوښښ لاندي نیسي، خپره شوې ده.

د سینې له ارثي سرطان څخه د ځان ساتنې لارې چارې

د موبایل ټيلوفونو په استفادې سره د ماغزو سرطان خطر نه ډېريږي

دغه څېړنه د هغو اندېښنو په تړاو شوې چې ګواکې د تيلفوني اړېکې پر مهال راډيويي امواج د انسان پر ماغزو اغیز کوي. په دې کې له ۵۰۰۰ ډېرې څېړنې تحلیل او تجزیه شوي دي تر ډېره پکې تمرکز د ۲۲ هېوادونو پر اړوندو ۶۳ څېړنو شوی دی.

ایلوود وايي: «د دغه رپوټ له پاره د ماغزو سرطان (درې نمونې او په ماشومانو کې) سرطانونه شامل دي چې عبارت دي د هيپوفیز غدې، لعابي غدې او لیو کېمي چې د وينې يو ډول سرطان دي. په ترسره شوو څېړنو کې هېڅ يوې کې ېې نه ده په ډاګه شوې چې د موبايل ټیلېفونونو ډېره استفاده د ماغزو سرطان خطر ډېروي. 

موبایلونه څه ډول فعالیت کوي؟

موبایل ټيلفونونه او له سیم پرته تکنالوژي له راډيوفريکوینسي (آر اف) په استفادې زیګنالونه تبادله کوي. دا په الیکترومقناطیسي طیف کې د انرژۍ يو ډول دی، همدا دلیل دی چې ځينې وخت ويل کیږي چې موبایل ټيلیفونونه الیکترومقناطیسي وړانګې خپروي.

د الیکترومقناطيسي وړانګو خپريدا خلکو ته خطرناکه ښکاري، خو آيا واقعیت دی؟ ښه، لزوماً نه. دا دې پورې تړاو لري چې په وړانګو کې څه مقدار انرژي موجوده ده.

څیړنو ښوولې چې د موبایل تلیفونونو او بې سیمه بریښنايي وسیلو کې کاریدونکي امواج کمزوري دي او نه شي کولی انسان ته د سرطان خطر پیښ کړي.
د ۲۸ کلونو د څېړنو پایله ښيي چې د موبایل او د بې سیمه وسایلو استفاده د سرطان ناروغۍ له زیاتېدو سره کوم تړاو نه لري.انځور: Khunkorn Laowisit/PantherMedia/IMAGO

د راډيوفریکوينسي څپې د يونيزان نه لرونکو وړانګو یو ډول دی چې د موبایل ټيلفونونو شبکې ورڅخه استفاده کوي. یونیزان نه لرونکې وړانګې ډېره کمه انرژي مصرفوي تر څو دېتاوې انتقال کړي، چې دا په هېڅ حالت کې د انسان بدن یا دي ان اې ته زیان نه اړوي.

دا موبایل تيلفونو په ټولو انواعو کې صدق کوي. وای فای، ۴جي، ۵جي او بلوتوت د ديتاو د انتقال له پاره ټول پر راډیويي څپو متکي دي. لکه اف ام راډیوګانې. د دوو هر يو ېې مختلفې راډيويي څپې کاروي، خو هېڅ یوه ېې د انسان بدن جوړښتونه نه ګرموي او یا ېې حجرې او دې ان اې ته زیان نه رسوي.

همدارنګه د وای فای په هکله هم ورته اندېښنې ښودل شوي که چېرته په موبایل کې روښانه او موبایل په جیب کې وي ممکن خطرناک وي. دا هم ورته یوه افسانه ده. رپوټ ټينګار کوي چې راډيويي څپې د سرطان سبب نه واقع کيږي.

Dw/mks/nz