عمران خان د يوه پوليس د قتل په هڅه تورن شوی – DW – ۱۴۰۳/۷/۱۸
  1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

عمران خان د يوه پوليس د قتل په هڅه تورن شوی

۱۴۰۳ مهر ۱۸, چهارشنبه

د پاکستان پوليسو د دغه هيواد پخوانی لومړی وزیر عمران خان، په دې تېرو ورځو کې د تاوتريخجنو مظاهرو په ترڅ کې د نوموړي د پلويانو له خوا د يوه پولیس د وژل کيدو له کبله د قتل په هڅه تورن کړی دی.

https://p.dw.com/p/4lYt8
د پاکستان پخوانی لومړی وزير عمران خان
پاکستاني چارواکو د سه شنبې په ورځ وويل عمران خان، چې له ۲۰۲۳م کال راهېسې په زندان کې دی، تاوتريخوالي ته په هڅونه تورن دی.انځور: K. M. Chaudary/AP Photo/picture alliance

پاکستاني چارواکو د سه شنبې په ورځ وويل عمران خان، چې له ۲۰۲۳م کال راهېسې په زندان کې دی، تاوتريخوالي ته په هڅونه تورن دی.

پوليس استدلال کوي چې عمران خان احتمالاً خپل پلويان تاوتریخوالي ته هڅولي دي چې دا څه بيا د عبدالحميد، په نوم د پوليسو د يوه افسر د وژل کيدو باعث شوي.

د پوليسو د يوه مشر مرتضی قمر، په حواله عبدالحميد، د عمران خان د پلويانو او اسلام آباد د پوليسو ترمنځ د اخ و ډب په نتیجه کې لومړی سخت ټپي شوی وو او بيا یې وروسته په روغتون کې د خپلو ټپونو له کبله ساه ورکړه.

د تېرې شنبې په ورځ د هېواد پلازمينه اسلام آباد د ډېرو ګډوډيو شاهد وو. په دغه ښار کې د ورځني ژوند چارې په ټپه درېدلې وې او ښار تړل شوی وو. انترنت او تليفون هم قطع شوی وو.

اسلام آباد ته تلونکې لارې د کانتینرونو په واسطه بندې شوې وې او ځايي چارواکو د وضعیت د کنترول له پاره د پولیسو ګڼ شمیر سرتیري په دنده ګمارلي ول.

پوليسو ويلي ول چې يو شمير افسران د عمران خان د پلويانو له لوري د ډبرو په ګوزارونو کې ټپيان شوي.

د عمران خان، پر وړاندې د قتل د هڅې د عريضې ثبتول دې ته اشاره کوي چې چارواکي په دې لټه کې دي چې نوموړی په يو شمير حقوقي قضيو کې ښکيل کړي او د هغه د آزادولو هڅه کوونکې حقوقي ډلې ته یې دنده نوره هم مشکله کړي.

عمران خان، په ۲۰۲۲م کال کې تر هغه وروسته چې له پارلمان څخه د باور رایې په ترلاسه کولو کې پاتې راغلی، له دندې ګوښه کړل شو. د نوموړي پر وړاندې له هغه راهېسې تر ۱۵۰ ډېرې قضيې ثبت شوي دي او له دې څخه یې په ځينو قضيو کې د بند په سزا هم محکوم شوی دی چې په دې کې د دريو، اووه، لسو او څوارلسو کلونو د بند سزاوې شاملې دي. د عمران خان، د بند دا جزاوې بيا وروسته د مرافعې د غوښتنو په ترڅ کې لغوه شوې خو هغه د نورو هغو قضيو له کبله چې دا په جريان کې دي، لا په بند کې دی.

خان، تل پر خپله بې ګناهۍ ټينګار کوي او استدلال کوي چې دا قضيې یوازې له سياسي صحنې څخه د هغه د ايستلو په موخه دي.

د نوموړي د پاکستان تحريک انصاف يا پي ټي آی ګوند یې د آزادولو غوښتنه کوي. د دغه ګوند يو لوړپوړی چارواکی او د خيبر پښتونخوا ايالت وزير اعلی علي امين ګنډاپور، او د عمران خان په سونو نور پلویان هم د سه شنبې په ورځ پر امنيتي چارواکو د بريدونو او د ورځنيو چارو په کډوډولو تورن شوي دي.

زموږ له آرشيف څخه:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب