«په افغانستان کې بې کاري دوه برابره شوې» – DW – ۱۴۰۳/۶/۲۹
  1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«په افغانستان کې بې کاري دوه برابره شوې»

۱۴۰۳ شهریور ۲۹, پنجشنبه

د روغتيا نړيوال سازمان معلومات ښيي چې په افغانستان کې واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته بې کاري دوه برابره ډېره شوې ده. بل لوري ته په روان کال کې په افغانستان کې د اړتيا وړ مرستو يوازې ۳۰ سلنه تامين شوې ده.

https://p.dw.com/p/4kquw
کابل، افغانستان
د روغتيا نړيوال سازمان په خبره بې وزلي د افغانستان نيمايي نفوس اغیزمن کړیانځور: Saifurahman Safi/Xinhua/picture alliance

د روغتيا نړيوال سازمان په افغانستان کې د خپلو بيړنيو روغتيايي پروګرامونو په اړه رپوټ کې د بې کارۍ ډېريدو ته هم اشاره کړې ده چې بشري او روغتيايي بحران لا پسې پراخوي.

د روغتيا نړيوال سازمان د ۲۰۲۳م په اړه په خپل دې رپوټ کې د اضطراري بشري وضعيت د دوام څخه خبره کړې ده. د دې سازمان په حواله د دغه هېواد يو پر دریمه برخه نفوس يعني کابو ۱۳ ميليونه کسان د خوړو له بحران څخه اغیزمن شوي دي.

په دې رپوټ کې راغلي دي: «د ۲۰۲۱م کال له اګست میاشتې وروسته د افغانستان اقتصاد ۲۰ سلنه شاتګ کړی دی او بې کاري تر دوه چنده هم ډېره ده.»

د روغتيا نړيوال سازمان په خبره بې وزلي د هيواد نيمايي نفوس اغیزمن کړی او ۸۰ سلنه کورنۍ په ورځ کې د کورنۍ د هر غړي پر سر د يوه ډالر څخه هم په لږو پېسو ژوند کوي.

په افغانستان کې اقتصادي او روغتيايي بحرانونه دوام لري او نړيوالې مرستې، قسماً په نړۍ کې د يو شمير نورو بحرانونو له کبله لږ شوي دي. 

د طالبانو درې کلنه واکمني؛ افغانستان کې وضعیت څه ډول دی؟

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د دفتر يا يوناما مشرې روزا اوتنبايوا، د چهار شنبې په ورځ د ملګرو ملتونو په امنيت شورا کې په خپله وینا کې په افغانستان کې ستونزمن بشري وضعيت ته اشاره وکړه.

د نوموړې په خبره په ۲۰۲۴م کې د دغه هېواد د اړتيا وړ يوازې ۳۰ سلنه مرسته تامين شوې ده او تر دوه ميليارد ډالرو ډېر کسر پکې موجود دی.

اوتنبايوا، وويل چې د ۲۰۲۳ برعکس «له تېر څخه هم هیڅ پېسې پاتې نه دي» چې سږکال ترې سړی استفاده وکړای شي.

طالبان له هغه وخت راهېسې چې په افغانستان کې یې په دويم ځل واک ته ترلاسه کړی دی، په نړۍ کې په پراخه کچه منزوي دي چې دليل یې پر ښځو محدوديتونه او له بشري حقونو څخه د سرغړونې نور موارد دي. تر اوسه د نړۍ هیڅ يوه هېواد هم طالبان د افغانستان د حکومت په توګه په رسميت نه دي پيژندلي.

ب. ص/ ن. ز (DPA)

زموږ له آرشيف څخه:

ژمۍ او افغانستان کې د بې وزلو اندیښنې

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب