«د انرژۍ شبکې په نخښه کول ښايي د نړيوالو قوانينو نقض وي» – DW – ۱۴۰۳/۶/۳۰
  1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستاوکرایین

«د انرژۍ شبکې په نخښه کول ښايي د نړيوالو قوانينو نقض وي»

حسین سیرت
۱۴۰۳ شهریور ۳۰, جمعه

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د څار ماموريت ويلي دي چې د روسیې له لوري د بريښنا پر زيربناو بريدونه، ښايي له نړيوالو قوانينو څخه سرغړونه وي. پتېيل شوې ده چې ولسمشر زيلنسکي به راتلونکې اونۍ له بایدن، هريس او ترمپ سره وګوري.

https://p.dw.com/p/4kssg
په زاپوریژيا کې د بريښنا د سپما اقدامات
روسیه د هر ژمي په پېل کې د انرژۍ پر زيربناو بې شميره بريدونه کوي.انځور: Dmytro Smolienko/Avalon/Photoshot/picture alliance

په اوکراين کې د ملګرو ملتونو يوه څارونکي ماموريت د پنجشنبې په ورځ په سيمه کې د ژمۍ را رسېدو ته په کتلو سره وويل چې د روسیې په هوايي بريدونو کې د بريښنا د زيربناو هدف ګرځول ښايي له نړيوالو بشري قوانينو څخه سرغړونه وي.

پر اوکراين باندې د روسیې له بشپړ يرغل راهېسې دغه هېواد د اوکراين د بريښنا د توليد، انتقال او خپرولو پر تاسيساتو په سونه ډرونونه او توغندي فېر کړي دي.

روسیه د هر ژمي په پېل کې د انرژۍ پر زيربناو بې شميره بريدونه کوي چې د ۲۰۲۲م کال په اکتوبر کې یې تمرکز د انرژۍ د توليد او انتقال پر تاسیساتوکړی وو.

د دې بريدونو په نتیجه کې د اوکراين ښارونه بې بريښنا شوي، په ځينو قضيو کې حتی د څو ورځو او اونيو له پاره. زياتره اوکرايني وګړي له دې کبله د انرژۍ د سپما پر اقداماتو تکيه کوي. همدا ده چې د اوکرايني ښارونو په کوڅو کې ‌ډيزلي جنراتورونه ليدل کیږي. 

په اوکراين کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د څار ماموريت (HRMMU) خپل رپوټ د روان میلادي کال د مارچ او اګست میاشتو ترمنځ موده کې د ترسره شويو بريدونو پر نهو څپو باندې متمرکز کړی دی.

له نړيوال قوانیننو سرغړونه؟

په دې رپوټ کې ويل شوي: «د دې له پاره معقول دلايل شتون لري چې د اوکراين د بريښنا او انرژۍ د توليد او ليږد زيربناو ته د زيان رسولو يا د هغه د ويجاړولو په موخه د نظامي کمپاین ډېر اړخونه د نړيوالو بشري قوانينو له بسنټیزونو اصولو څخه سرغړونه ده.»

دې ماموريت زياته کړې چې دوی له هغو اوو دستګاو څخه چې زيانمنې شوي او يا ويجاړې شوي دي، ليدنه کړې ده او همدا راز ۲۸ اغیزمنو سيمو ته یې سفرونه کړي دي.

اوکراين د انرژۍ د خپلې شبکې په نخښه کول جنګي جرم بولي او د جزا نړیوالې محکمې د انرژۍ ملکي زیربناو ته د زيان اړولو په تړاو د روسیې د څلورو چارواکو او پوځي افسرانو د نيولو امر جاري کړی دی.

روسیې په دې منځ کې استدلال کړی دی چې د انرژۍ زيربناوې يو مشروع پوځي هدف دی او پر خپلو چارواکو لګيدلي دغه تورونه یې رد کړي دي. 

د ملګرو ملتونو د څار ماموريت له لوري ويل شوي دي چې دې بريدونو نه يوازې د انرژۍ رسول له ګواښ سره مخامخ کړي دي، بلکې د اوبو رسولو، کورونو ګرمولو، عامې روغتيا، زده کړو او په ټوله کې یې اقتصاد ته زيان اړولی دی.

په رپوټ کې د کارپوهانو له نقل قوله ويل شوي دي چې د اوکراين وګړي ښايي په سږني ژمي کې هره ورځ د ۴ او ۱۸ ساعتونو ترمنځ بریښنا ونه لري.

له بایدن، ترمپ او هريس سره د زيلنسکي ليدنه

سپينې مانۍ رپوټ ورکړی دی چې د اوکراين ولسمشر ولوديمير زيلسنکي، به راتلونکې اونۍ يعني د سبتمبر پر ۲۶مه نېټه د امريکا متحده ایالاتو له ولسمشر جو بايدن، او د هغه له مرستيالې کماله هريس، سره وګوري څو ورسره د روسیې په جګړه کې د بريا د خپل پلان په اړه خبرې اترې وکړي.

د اوکراين د ولسمشرۍ دفتر په حواله به نوموړی له دونالد ترمپ، سره هم وګوري خو د نوموړي پخواني ولسمشر د ډلې له خوا دا خبر تر اوسه تائید شوی نه دی.

د بايدن، د مطبوعاتو د برخې مشاورې کارين جېن – پېر په يوه اعلاميه کې ويلي: «ولسمشر او مرستياله به یې د اوکراين ترڅنګ د درېدو پر خپله ژمنتيا ټینګار وکړي، تر څو په دغه جګړه کې برياليتوب ترلاسه شوی نه وي.»

په واشنګټن کې تر دې ليدنو کتنو مخکې به زيلنسکي، په نیويارک کې د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلۍ ته وینا وکړي.

زياته شوې ده چې په پام کې ده نوموړی به د امريکا د وسلو توليدونکو او انرژۍ د شرکتونو له مشرانو سره هم وګوري.

ب. ص/ ن. ز (AP, AFP, Reuters, dpa)