ملګرو ملتونو د کډوالو جایزه یوې برازيلۍ راهبې ته ورکړه – DW – ۱۴۰۳/۷/۱۸
  1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
کډواليبرازیل

ملګرو ملتونو د کډوالو جایزه یوې برازيلۍ راهبې ته ورکړه

۱۴۰۳ مهر ۱۸, چهارشنبه

یوې برازيلۍ راهبې مهاجرو ته د خپلو کړو خدماتو له پاره د ملګرو ملتونو سازمان تر ټولو لوړه جایزه ترلاسه کړه. دغې «مذهبي خور» په نژدې ۴۰ کلونو کې په زرونو مهاجرو او بېځایه شوو سره مرستې کړي دي.

https://p.dw.com/p/4lZt3
د ملګرو ملتونو د «مهاجرو د نانسن جایزې» ګټونکې روزیتا میلیس
برازیلۍ راهبې روزیتا میلیس «مذهبي خور» نژدې ۴۰ کلونو کې په زرونو مهاجرو او بېځایه شوو سره مرستې کړي دي انځور: Marina Calderon/AFP

د مهاجرو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمشنرۍ په ژنیف کې وویل چې برازيلۍ راهبې، ۷۹ کلنې روزیتا ميلیسي، د دغه سازمان د «مهاجرو نانسن جایزه» ترلاسه کړې ده. د دغه سازمان په خبره، دغه «مذهبي خور» چې حقوقپوه او ټولنیزه مرستندویه ده، د بېځایه شوو خلکو د حقونو او کرامت د خوندي ساتلو په لار کې د خپلې نژدې ۴۰ کلنې مبارزې له پاره، د دغه سازمان په تر ټولو لوړې جایزې ستایل شوې ده.

د مهاجرو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمشرنۍ په اعلامیه کې راغلي چې «روزیتا خور» په برازيل کې زرونو خلکو ته خواړه او سرپناه چمتو او له هغوی سره ېې د کور، تعلیم او کار موندلو په برخو کې مرستې کړي دي.

زیاته شوې ده چې دغې حقوق پوه ښځې د مهاجرو د حقوقي وضعیت په بهبود کې خپل رغنده سهم ادا کړی دی. کمشنري د «روزیتا خور» له قوله وایي: «کله چې یو کار تر لاس لاندې نیسم، دنیا لاندې او باندې کوم تر څو ېې چې سرته ورسوم.»

  برازيلۍ راهبه او د مهاجرو ملاتړ کونکې روزیتا میلیس له مهاجرو سره
د ملګرو ملتونو د «مهاجرو د نانسن جایزې» ګټونکې روزیتا میلیسانځور: Marina Calderon/AFP

د مهاجرو په چارو کې د ملګرو متلونو عالي کمشنري (UNHCR) له ۱۹۵۴ راهیسې هر کال افرادو ته د مهاجرو د ملاتړ او فوق العاده فعالیتونو د ستاينې په خاطر د «مهاجرو نانسن جایزه» ورکوي. دغه جایزه د دغې کمشنرۍ د لومړني کمیسار، فریتیوف نانسن، په نوم نومول شوې ده.

له «مذهبي خور» روزیتا میلیسي علاوه، څلورو نورو کسانو سیمه ایزې جایزې ترلاسه کړي دي چې په هغو کې یوه ېې داوود نوميږي چې په ۲۰۱۴م کال کې له خپل هېواد سوريې څخه ترکیې ته مهاجره شوې. دغې مېرمنې هلته خپل ښوونځی پای ته ورساوه او اوس د کمپيوټر انجنیرۍ په څانګه کې تحصيل کوي. هغې د خپل تحصیل په جریان کې د هغو مهاجرو د درملنې له پاره یو آنلاین پلاتفورم جوړ کړ چې رواني زیانونه ېې ليدلي دي. په حاضر وخت کې تر سلو ډېر ارواه پوهان په دغه پلاتفورم کې په مختلفو ژبو خدمات وړاندې کوي.

mks,nz/si,af/(dpa)

 له آرشیف څخه:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب