«په امريکا کې تر بل هر وخت ډېرې ځان وژنې شوي» – DW – ۱۴۰۳/۷/۵
  1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتياامریکا متحده ایالات

«په امريکا کې تر بل هر وخت ډېرې ځان وژنې شوي»

۱۴۰۳ مهر ۵, پنجشنبه

د امريکا د ناروغيو د کنترول او وقایې مرکز په حواله په تېر میلادي کال کې د امريکا په تاريخ کې د ځان وژنې کچه تر ټولو لوړه وه. د لومړي رپوټ په حواله په ۲۰۲۳م کال کې تر ۴۹۳۰۰ ډېرو کسانو ځان وژنه کړې ده.

https://p.dw.com/p/4l749
زياته شوې ده چې د نجونو او ښځو په پرتله په هلکانو او نارينه وو کې د ځان وژنې کچه ډېره لوړه ده.
د امريکا د ناروغيو د کنترول او وقايې مرکز په خپاره شوي رپوت کې راغلي دي چې په ۲۰۲۲م کال کې دا د ځان وژنو نهايي شمیر بيا کابو ۴۹۵۰۰ وو.انځور: picture-alliance/dpa

د امريکا متحده ایالاتو د ناروغيو د کنترول او وقايې مرکز (سي ډي اس) په خپل تازه رپوټ کې ويلي دي چې په ۲۰۲۳م کا کې ډېرو کسانو خپل ژوند اخیستی دی. ويل شوي دي چې دا لا لومړنۍ شمیرې دي او د لوړېدو امکان یې شته، ځکه تر اوسه لا معلومات ارزول کیږي.

د دې ادارې له لوري د پنجشنبې په ورځ په خپاره شوي رپوت کې راغلي دي چې په ۲۰۲۲م کال کې دا نهايي شمیر بيا کابو ۴۹۵۰۰ وو.

د سي ډي اس ادارې چارواکو ويلي دي چې د دواړو کلونو د ځان وژنو شمير يو بل ته دومره نږدې دی چې د ځان وژنې کچه کابو برابره ده.

په تېرو دوو لسیزو کې د ځان وژنې په پېښو کې ډېروالی

د کولمبيا په پوهنتون کې چې د ځان وژنې په اړه څېړنې کوي، د عامه روغتيا د برخې استادې کیترين کیز، وويل چې له تېرو دوو لسیزو راهېسې د ځان وژنې کچه وار په وار لوړيږي.

چارواکو خبرداری ورکړی دی چې ځان وژنه په امريکا کې د مړينو ۱۱ ستر علت دی چې د يو شمېر نور عواملو له کبله لا پسې پيچلی کيدلی شي.

په دې عواملو کې د ژور خفګان لوړه کچه، د رواني روغتيا په برخه کې خدماتو ته محدود او وسلې ته آسان لاس رسی شامل دي.

د سي ډي اس ادارې د شمېرو په حواله په ۲۰۲۲م کال کې د ټولو ځان وژنو کابو ۵۵ سلنه یې د وسلې په وسیله شوي دي.

له یویې پيښې وروسته د اضطراب نښې کومې دي؟

کیترين کیز، وايي چې په امريکا کې د رواني روغتيا درملنې ته د لاس رسي په موخه د ۹۸۸ شمېرې سره د تماس نیولو آسانتيا د هر چا له پاره موجوده ده او تمه کيږي چې په مرسته به یې د ځان وژنې پېښې راکمې شي، خو تر اوسه معلومه نه ده چې دا به تر کومه حده پورې ګټه وکړي.

د ښځو په پرتله ډېر نارينه په ځان وژنه لاس پورې کوي

د سي ډي اس په رپوټ کې ويل شوي دي چې له ۱۰ تر ۱۴ او ۲۰ تر ۳۴ کلونو په منځ کې د عمر لرونکو کسان د مړينې دويم ستر علت ځان وژنه ده. دا بيا د ۱۵ او ۱۹ کلونو ترمنځ عمر لرونکو کسانو کې د مړينو دريم ستر علت دی.

زياته شوې ده چې د نجونو او ښځو په پرتله په هلکانو او نارينه وو کې د ځان وژنې کچه ډېره لوړه ده. د هرې ډلې په خلکو کې د ۷۵ او له دې څخه د ډېر عمر لرونکو نارينه وو د ځان وژنې کچه لوړه ده.

د دې عمر د هرو سلو زرو نارينه وو څخه یې تقريباً ۴۴ ځان وژنه کوي.

په ښځو کې د پاخه عمر ښځې د نورو په پرتله ډېر په ځان وژنه لاس پورې کوي چې په هرو سلو زرو کې تقريباً ۹ یې ځان وژنه کوي. خو په کم عمره او تنکيو ځوانانو ښځو کې یې دراماتيک زياتوالي ليدل کيږي. په تېرو دوو لسیزو کې په دې ډله کې د ځان وژنې کچه دوه برابره شوې ده.

ب. ص/ن. ز (AP)

يادښت:

که چیرې له سخت رواني اختلال څخه کړیږئ، په بیړه له متخصصو کسانو مرسته وغواړئ. په ځینو هیوادونو کې ځینې مشخصې مراجع په دې برخه کې مرسته کوي. په دې انټرنېټ پاڼه کې (befrienders.org) کولی شئ په ځینو هیوادونو کې د هغو ځایونو ادرس ومومئ چې د رواني روغتیا په برخه کې مرسته وړاندې کوي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب