امریکا له ۴۲ چینايي شرکتونو سره پر سوداګرۍ محدودیت ولګاوه – DW – ۱۴۰۲/۷/۱۵
  1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا له ۴۲ چینايي شرکتونو سره پر سوداګرۍ محدودیت ولګاوه

۱۴۰۲ مهر ۱۵, شنبه

د امریکا سوداګرۍ وزارت د چین پر ۴۲ چینايي شرکتونه د روسيې له پوځ او دفاعي صنعتي اډې څخه د ملاتړ په خاطر، د یو حکومت تر کنټرول لاندې صادراتو لیست کې شامل کړي دي. چین د امریکا دغه اقدام ته شديد غبرګون ښودلی دی.

https://p.dw.com/p/4XEnB
د آرشیف انځور - د امریکا او چین تر منځ د سوداګري
د آرشیف انځور - د امریکا او چین تر منځ د سوداګريانځور: picture-alliance/AP Photo/B. Margot

 امريکا وايي چين د مسکو له پوځ څخه د چینايي شرکتونو په دغه ملاتړ کې د امریکا متحده ایالاتو منشه لرونکي توکي هم شامل دي، لکه مایکروالیکترونیکس چې روسېې ورڅخه په ډرون الوتکو او د توغنديو د دقیق لارښود په سیستم کې استفاده کوي. د امریکا د سوداګرۍ وزارت په يوه اعلاميه کې ويلي دي چې روسيه له دغو ډرونونو او توغنديو څخه په اوکراین کې د ملکيان په نخښه کولو کې استفاده کوي.

د رويټرز د رپوټ پر اساس امریکا متحده ایالاتو د مختلفو هېوادونو ۷ نور بنسټونه هم د تجارت د کنټرول په لیست کې ورزیات کړي دي. دغه هېوادونه فنلند، آلمان، هندوستان، ترکېې، عربي متحده ایالاتو او بریتانيا دي.

په اعلاميه کې ويل شوي چې نن په لیست کې زیاتوالی، خپل یو مشخص او ښکاره پيغام وړاندې کوي او هغه دا چې «که تاسو د روسيې دفاعي سکتور څخه پر امریکايي منشا‌‌ء لرونکې تيکنالوژۍ ملاتړ کوئ، موږ به پرې پوه شو او موږ به اقدام وکړو.»

چین د امریکا دغه اقدام ته «اقتصادي جبر او يوه اړخیز سرتمبه توب» ويلی دی.

امریکا وايي چې د چين په لیست کې شامل شوو شرکتونو د روسيې پوځ ته ځېنې داسې توکو لیږد هم کاوه چې روسیه هغه د اوکراین په جنګ کې په خپلو ډرون او توغندیو کې کاروي
امریکا وايي چې د چين په لیست کې شامل شوو شرکتونو د روسيې پوځ ته ځېنې داسې توکو لیږد هم کاوه چې روسیه هغه د اوکراین په جنګ کې په خپلو ډرون او توغندیو کې کارويانځور: Aleksandr Gusev/Pacific Press/picture alliance

د چین د سوداګرۍ وزارت په یوه اعلاميه کې ويلي دي: «امریکا متحده ایالات باید سمدلاسه خپله تېروتنه اصلاح او په نامعقوله توګه د چينايي شرکتونو سرکوبول ودروي.»

په اوکراین کې د روسیې جګړه په خپله شلمه مياشت کې ده. د پنجشنبې په ورځ د اوکراین پر یو کلی د روسيې په توغنديزو بریدونو کې لږ تر لږه ۵۲ کسان ووژل شول چې دا په يوه ورځ کې تر ټولو خونړي بریدونه ښودل شوي دي.

د امریکا (Entity List) پر سوداګریو د محدودیت لګولو لیست دی چې د امریکا متحده ایالاتو د سوداګرۍ وزارت له خوا خپور شوی دی. یاد وزارت په داسې حال کې په دغه لیست کې شرکتونه ورزیات کړي چې واشنګټن په هغه کې داخل شرکتونه د امریکا د ملی امنيت او یا بهرني سیاست له پاره ګواښ بللي دي.

دې سره د انتقالاتو شرکتونه باید مخکې له دې چې امریکا ته په لیست کې د شامل توکو انتقال وکړې، د انتقال جواز ترلاسه کړي، کوم چې ويل کيږي په لاس راوړل ېې سخت دی.

 (Reuters)mks/aa/

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل