د خیبر جرګې په ځای کې څه تيريږي؟ – DW – ۱۴۰۳/۷/۱۸
  1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د خیبر جرګې په ځای کې څه تيريږي؟

۱۴۰۳ مهر ۱۸, چهارشنبه

په پاکستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ فعالان وايي چې د پښتونخوا په خیبر ولسوالۍ کې ځايي خلکو د جرګې ځای له پوليسو څخه بيرته خالي کړی دی. ويل شوي دي چې د پوليسو په ډزو کې څو کسان ټپيان شوي هم دي.

https://p.dw.com/p/4lZLq
آرشيف انځور: په کويټه کې د پښتنون ژغورنې غورځنګ يوه غونډه
په خیبر ولسوالۍ کې ټيلي فوني شبکې تړل شوې دي او د غورځنګ فعالان ادعا کوي چې د جرګې سیمې ته ورغلې لارې هم پولیسو تړلې دي. انځور: Banaras Khan/AFP

د پښتون ژغورنې غورځنګ یوه فعال شاه فیصل له خیبر ولسوالۍ څخه په پاکستان کې د دويچه ويله خبريال ته د وټس اپ له لارې وويل، چې د چهارشنبې په ورځ سهار وختي د پاکستان امنيتي ځواکونو د پښتونخوا په خيبر ولسوالۍ کې هغه ځای کلابند کړ چې پکښې د اکتوبر مياشتي پر ۱۱ نېټه جرګه رابلل شوې ده.

هغه زياته کړه چې نن سهار لومړی قبایلي مشران پولیسو ته ورغلل او ورته یې وویل چې موږ سوله ايزه جرګه کوو، دا ځای بېرته راخالي کړئ. تر دوه ساعته پورې ورته منتظر وو، خو پولیسو هیڅ ځواب ور نه کړ. وروسته خلک پرې ورغلل او پولیس يې د جرګې له ځایه وشړل.

فیصل ادعا کوي چې د پولیسو له لوري پر دوی ډزي شوي دي چې په پايله کي يې اته کسان ټپيان شوي دي او د دوو کسانو حالت د اندېښنې وړ بلل شوی دی. ځايي پوليسو او چارواکو تر اوسه پوري په دې اړه څه نه دي ويلي دي.

پر پښتون ژغورنې غورځنګ بندیز او جرګې ته چمتووالی

په خیبر ولسوالۍ کې ټيلي فوني شبکې تړل شوې دي او د غورځنګ فعالان ادعا کوي چې د جرګې سیمې ته ورغلې لارې هم پولیسو تړلې دي. 
 
د پاکستان حکومت د تيري يکشنبې په ورځ سولي او امنيت ته د ورپيښو خطرونو د حوالې په ورکولو سره په دغه هيواد کې د پښتون ژغورني غورځنګ پر فعاليتونو باندي بنديز ولګاوه او اوس بيا ځايي چارواکو پر هر ډول غونډو بندیز اعلان کړی او ورسره ایالتي حکومت هم حکومتي کارکوونکي په یاده جرګه کې له ګډونه منع کړي دي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ بنسټګر منظور پښتین پر خپله فیس بوک پاڼه لیکلي دي: «د پښتنو د ملي جرګې پر خیبر ګراونډ باندي د پاکستاني زورواک چارواکو قبضه ده، ‌د غټي مشینرۍ په وسیله یې د پښتنو ملي جرګې په ګراونډ کې خندقونه کیندي.» هغه وايي، اوس خو جرګه لاهم اړینه شوه.
 

په ټولنيزو رسنيو کې خپرو شويو ويډيوګانو کې ښکاري چې د خیبر جرګې له ډګر سره څېرمه د کوکي خیلو یو ځايي مشر ملک نصیر کوکي خېل، هم هلته له ګڼو نورو کسانو سره ناست لیدل کېږي. د پښتون ژغورنې غورځنګ ځينې مشران بیا وايي چې د دوی یوه مهمه غونډه ښايي تر نن شپې پورې وشي، چې پکښې به د جرګې له پاره راتلونکې تګلاره ټاکي. خو دغه مشران یې زیاتوي چې دوی به جرګه په هر صورت کوي.

زموږ له آرشيف څخه:

منظور پشتین: په افغانستان کې له موږ څخه ملاتړ نه کیږي