طالبان: کابل کې د یوې میاشتې موده کې ۳۲۰ جنايي پېښې ثبت شوي – DW – ۱۴۰۲/۱۰/۱۴
  1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهافغانستان

طالبان: کابل کې د یوې میاشتې موده کې ۳۲۰ جنايي پېښې ثبت شوي

۱۴۰۲ دی ۱۴, پنجشنبه

طالبان ادعا کوي، چې د دوی په واکمنۍ کې افغانستان بې‌ساری امنیت تجربه کوي؛ خو خلک د هدفي وژنو، انسان تښتونو، غلاو او شوکو څخه سرټکوي. د طالبانو حکومت بیا وايي، تېره یوه میاشت کې یوازې کابل کې ۳۲۰ جنايي پېښې ثبت شوي دي.

https://p.dw.com/p/4aqnk
Pul-e-Khumri, Afghanistan | Taliban
انځور: AFP/Getty Images

له څه باندې دوو کالو راهیسې چې کله طالبان پر افغانستان واکمن شوي، ادعا کوي چې د دوی په واکمنۍ کې افغانان «بې‌ ساری» امنیت تجربه کوي؛ خو نیږدې هره ورځ له بېلابېلو ولایتونو د وژنو، تښتونو، غلاو او شوکو رپوټونه ورکول کېږي.

تازه د کابل امنیې قومندانۍ له پاره د طالبانو ویاند خالد ځدران ویلي دي، چې تېره یوه میاشت یوازې کابل کې ۳۲۰ جنايي پېښې ثبت شوي دي، چې په دې تړاو یې ۲۵۷ کسان هم نیولي دي.

خالد ځدران دویچه ویله ته وویل، دغو پېښو کې یې ډېرې فریبکاري، د مخدره موادو قاچاق، غلاوې، قتلونه، خپل منځي جنګونه، زنا او د شرابو څښل شامل دي.تېره اونۍ د پلازمېنې کابل اتمې ناحیې اړوند کارته نو سیمه کې د غفار همدرد په نوم یو ډاکټر د خپل کتنځي مخې ته د وسله والو کسانو په ډزو کې ووژل شو.

له پېښې یوه ورځ وروسته کابل له پاره دطالبانو د پولیسو ویاند خالد ځدران پر خپل رسمي ټویټر د دغې پېښې پخلی وکړ او زیاته یې کړه، چې د ډاکټر غفار د کورنۍ د ادعا پر بنسټ پولیسو یو کس نیولی او اوس ترې څېړنې روانې دي. له پېښې څو ورځې وروسته د طالبانو له لوري یوې خپرې کړې ویډیو کې نیول شوی کس مني، چې ډاکټر غفار یې د ۲زره امریکايي ډالرو په بدل کې د یوه بل تورن کس په مرسته وژلی دی.

غزني کې طالب وسله وال
غزني کې طالب وسله والانځور: Gulabuddin Amiri/AP Photo/picture alliance

ډاکټر غفار همدرد د کابل پوهنتون د طب پوهنځي استاد او د میوند کادري روغتون د جلدي څانګې مشر و.

له دغې پېښې څو ورځې مخکې د ننګرهار ولایت له مرکز جلال اباده یو تنکی ماشوم تښتول شوی  و، چې څو ورځې وروسته یې جسد کورنۍ ته په لاس ورغی. له دغې پېښې وروسته د کورنیو چارو وزارت ویاند دویچه ویله ته ومنله، چې د دغې کوچني ماشوم قاتل یې په عملیاتو کې وژلی دی.

د چارو شنونکي اسحق اتمر دویچه ویله ته وویل، که څه هم اوس افغانستانکې جګړه درېدلې؛ خو لا هم خلک ځان خوندي نه احساسوي. دی وايي: «هدفي وژنې ادامه لري. پخواني چارواکي او نظامیان تر برید لاندې نیول کېږي، شکنجه کېږي او زندان ته اچول کېږي. خلکو ته مصئونیت نه شته دی.»

اسحق اتمر وايي، لا هم افغانستان کې ځینو ترهګریزو بریدونو کې مذهبي اقلیتونه په نښه کېږي، چې دا کار هم د اندېښنې وړ دی. دی وايي، اوسني واکمن طالبان دې د خلکو د سرومال ساتنه وکړي.

فراه ولایت کې طالبان
فراه ولایت کې طالبانانځور: Mohammad Asif Khan/AP Photo/picture alliance

ولې جنايي پیښې له خلکو پټې پاتیږي؟

د پخواني حکومت د ملي دفاع وزارت مرستیال شاه محمود میاخېل دویچه ویله ته وویل، اوس مهال افغانستان کې د پرځول شوي جمهوري حکومت په اندازه امنیتي او جنايي پېښې کيږي؛ خو په وینا یې دا چې رسنۍ سانسور دي، نو د ډېرو پېښو راپور نه ورکول کېږي. دی وايي، دا وخت افغانان نه فزیکي او نه هم رواني امنیت لري او همدا لامل دی، چې ډېری خلک په ځانګړي ډول ځوانان له هېواده پښې سپکوي.

د ننګرهار ولایت یو اوسېدونکي د نوم او غږ نه خپرولو په شرط دویچه ویله ته وویل، که څه هم د پخوا پرتله امنیتي حالت کې مثبت تغیر راغلی، جګړې او چاودنې نه شته؛ خو هدفي وژنې، غلاوې او انسان تښتونې پېښې شته او دوی له دې اړخه په اندېښنه کې دي.

هغه وویل: «صحیح ده، چې امنیت به وي؛ جګړه او چاودنې به نه وي؛ خو خلک په ویره کې دي. خلک تښتول کېږي، وژل کېږي او غلاوې ډېرې شوي دي.»

د کونړ ولایت یو اوسېدونکي هم د نوم نه خپرولو په شرط دویچه ویله ته وویل، د پخوا په څېر انسان تښتونې، غلاوې او شوکې ډېرې شوي، چې اوسني واکمن دې یې مخه ونیسي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع دویچه ویله ته په خپلو خبرو کې مني چې هېواد کې جنایي پېښې کېږي؛ خو زیاتوي چې د مخنیوي له پاره یې دوی چټک ګامونه اخلي او د مرکز په شمول ټولو ولایتونو کې مسئولینو ته د پېښو مخنیوي جدي سپارښتنې شوي دي. دی وايي، پلازمینې کابل کې د جنایي پېښو د مخنیوي په موخه ګڼ شمیر امنیتي کمرې هم لګول شوي، د نامسئوله وسلو ټولولو له پاره یې څو ځلې عملیات هم کړي دي.

د ۲۰۲۱ کال په اګست کې واک ته دطالبانو له رسېدو وروسته که څه هم جګړه ختمه شوه؛ خو له بېلابېلو ولایتونو د امنیتي او جنايي پېښو رپوټونه ورکړل شول، چې پکې تر ډېره پخواني نظامیان او مذهبي اقلیتونه نښه شوي دي.

په افغانستان کې د هدفي وژنو زياتېدو خبریالان اندیښمن کړي

امید دیدار د المان بن ښار کې د دویچه ویله په مرکزي دفتر کې ملټي میډیا خبریال دی.@omdeedar