متحده عربي اماراتو د طالبانو د سفیر باورلیک منلی دی – DW – ۱۴۰۳/۶/۱
  1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

متحده عربي اماراتو د طالبانو د سفیر باورلیک منلی دی

۱۴۰۳ شهریور ۱, پنجشنبه

متحدو عربي اماراتو د طالبانو د سفیر باورلیک منلی دی. دا چین ته د خپل سفیر له لېږلو وروسته د طالبانو تر ټولو لویه ډیپلوماتیکه لاسته راوړنه بلل کېږي.

https://p.dw.com/p/4jmeg
د طالبانو د کورنيو چارو وزير سراج الدين حقاني په بګرام پوځي اډه کي د پوځي پريټ د ليدني پرمهال
د طالبانو د کورنيو چارو وزير سراج الدين حقانيانځور: Siddiqullah Alizai/AP/picture alliance

طالبانو د چهارشنبې په ورځ په متحده عربي اماراتو کې خپل سفیر اعلان کړ او په هغه هېواد کې یې باورلیک ومنل شو.

په داسې حال کې چې تر اوسه په نړۍ کي يوه هيواد هم د طالبانو اداره په رسمیت نه ده پېژندلې، خو دا اقدام به له طالبانو سره د نړۍ د اړیکو په څرنګوالي کې مرسته وکړي.

په کابل کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت پر خپله ایکس یا پخواني ټویټر پاڼه کې د یوې اعلامیې په خپرولو سره تائید کړې ده چې دوی بدرالدين حقاني په متحده عربي اماراتو کې د خپل سفیر په توګه ټاکلی دی.

بدرالدین حقاني له دې وړاندې په متحده عربي اماراتو کې د طالبانو استازی و. په دغه اعلامیه کې د هغه په اړه نور زیات جزیات نه دي خپاره شوي.

ویل کېږي چې بدرالدین حقاني د طالبانو د کورنیو چارو له سرپرست وزیر سراج الدین حقاني سره د خپلوۍ تړاو نه لري، بلکې د طالبانو دغه شبکه چې نسبتاً سخت دریځه ګڼل کېږي، غړی دی.

سراج الدین حقاني د روان کال په جون میاشت کې متحده عربي اماراتو ته په سفر تللی و او د دغه هېواد له چارواکو سره یې لیدنې او دوه اړخیزې خبرې هم شوې وې.

سراج الدین حقاني د حقاني شبکې مشر دی چې د امریکا متحده ایالاتو له خوا د یوې تروریستي ډلې په توګه پیژندل شوې ده. نوموړی د امریکا متحده ایالاتو له خوا په وژونکو بریدونو کې د لاس لرلو له امله تر تعقیب لاندې او د بندیزونو په څو لیستونو کې شامل دی.

د طالبانو درې کلنه واکمني؛ افغانستان کې وضعیت څه ډول دی؟

که څه هم طالبان له لوېديځ څخه منزوي شوي، خو د دغې ډلې اداره توانېدلې چې د سيمې له لويو هېوادونو سره دوه اړخيزې اړيکې ټينګې کړي.

په دې وروستیو کې د ازبکستان لومړی وزیر عبدالله عارفوف، په یوه رسمي سفر د افغانستان پلازمېني کابل ته تللی وو او له طالب چارواکو سره یې لیدنې کړې وې. دا واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته تر ټولو لوړپوړی بهرنی چارواکی دی چې دغه هېواد ته سفر کوي.

ملګري ملتونه وايي، تر هغه چې د ښځو پر حقونو او ازادۍ روان محدودیتونه دوام ولري، د نړۍ له خوا د طالبانو په رسمیت پېژندل تقریباً ناشوني دي.

چين: افغانستان کې ديپلوماتانو ته اړتيا لرو

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب